دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 38116
نړېوالو ځواکونو د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې اوه تنه طالب وسله وال وژلي دي
بهرنیو ځواکونو د خپل زیان په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې خلک وايي، د بهرنیو ځواکونو درې تنه افغان امنیتي ساتونکي په دغو عملیاتو کې وژل شوي او عملیات لا هم روان دي.
د افغانستان په ختیځ کې نړیوال ځواکونه وايي، چې د کونړ په مروره ولسوالۍ کې یې ۷ تنه وسله وال طالبان وژلي.

په ختیځ زون کې د بهرنیو ځواکونو دفتر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پوځي عملیات تیره شپه شوي، چې یو طالب قوماندان او د هغه ملګری یې ژوندي په کې نیولې هم دي.

بهرنیو ځواکونو د خپل زیان په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې خلک وايي، د بهرنیو ځواکونو درې تنه افغان امنیتي ساتونکي په دغو عملیاتو کې وژل شوي او عملیات لا هم روان دي.

وسله وال طالبانو د خپلي مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې، چې ۵ بهرني پوځیان یې وژلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3q9w.ak97q4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته