د نوي لمريزکال په درشل کې د کابل – مزارشريف په لويه لاره کې امنيتي تدابير سخت کړای شوي دي.
د سمنګان امنيه قومندان جنرال خليل اندرابي ازادۍ راډيو ته وويل، چې د سمنګان- بغلان او سمنګان - بلخ ترمنځ په لويه لار يې اضافي پوستې ځای پرځاي کړي چې د نوروز مېلې ته تلونکې مسافر له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي.
د بغلان امنيه قومندان اسدالله شېرزاد هم د نوي کال په درشل کې د امنيتي تدابيرو خبر ورکړ.
ده همدا راز وويل، چې دا ځانګړي امنتيي تدابير به د نوروز د ميلې تر پايه دوام وکړي او که چېري اړتيا شوه تر نامالومې مودې پورې به دوام وکړي.
د حمل په لومړۍ، چې دا ځل د مارچ له شلمې سره برابرېږي، د افغانستان په مختلفو سيمو په تېره بيا مزارشريف کې د نوي کال او پسرلي د راتګ مېله جوړېږي.
د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه په زرګونو خلک مزارشريف ښار ته د سخي د جنډې د پورته کېدو سېل ته ځي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)