دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 39524
اندونیزیا وايي ۱۲۰ افغان کډوال یې له ډوبېدا وژغورل
د اندونیزیا ملي څېړنې او ژغورنې ادارې ویلي د یکشنبې په ورځ یې د کښتۍ له کپتانه د مرستې یو تماس ترلاسه کړ.
اندونیزیا ویلي هغه ۱۲۰ افغان کډوال یې له ډوبېدا ژغورلي، چې اندونیزیا ته په یوه لرګینه کښتۍ کې سپاره وو.

دوی وايي چې ددغو کډوالو کښتۍ سورۍ شوې وه.

د اندونیزیا ملي څېړنې او ژغورنې ادارې ویلي د یکشنبې په ورځ یې د کښتۍ له کپتانه د مرستې یو تماس ترلاسه کړ.

دوی وايي چې دغه افغانان د اندونیزیا له جاوا ټاپو څخه لوېديځ ته په ټانکرو کې لېږدول شوي.

عیني شاهدانو ویلي، پولیس له کډوالو سره پر خبرو بوخت دي، چې ولې بېرته خپل هېواد ته نه ستنېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaymne.49nou1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته