د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزی به په راتلونکې اونۍ کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ناټور له مشریزې غونډې مخکې، په برلین کې د جرمنې له صدراعظمې انګیلا میرکل سره وګوري.
د میرکل ویاند سټیفن زایبرت وایي، جمهور رییس کرزی او صدراعظمه میرکل به د چهارشنبې د ورځې په غونډې کې د دوه اړخېزې همکارۍ تړون هم لاسلیک کړي.
زایبرت زیاتوي، دواړه مشران به د کتنې پر مهال په شیکاګو کې د ناټو مشریزې غونډې ته په تیاریو او دغه راز د جولاي میاشت کې د افغانستان د ملکي بیا رغاونې په مقصد د توکیو د کنفرانس په اړه چې د راتلونکې جولای میاشت کې به حوړ شي، هم بحث وکړي.
د جرمني صدراعظمې میرکل د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته په وینا کې ویلي وو، له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهال ویش ته باید درناوی وشي.
میرکل دا خبره د فرانسې د منتخب جمهور رییس ″فرانسوا هولاند″ د انتخاباتې مبارزې په جریان کې د هغه د ژمنې په اړه وکړه؛ چې ویلي یې وو، د جمهوري ریاست د څوکۍ د ګټلو په صورت کې به د روان کال په پای کې له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.
میرکل به د سه شنبې په ورځ له هولاند سره وګوري.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)