دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 41996
افغان دولت په نورستان کې د ۳ میلون ډالرو په ارزښت یوشمېر پروژې پلې کوي
دغه درې میلیونه ډالره د افغانستان د ماليې وزارت له خوا ورکول کیږي، خو د بشپړولو وخت یې نه دی یاد سوی.
د افغانستان د مالیې او فواید وزارتونه غواړي، چې په نورستان کې د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د بیارغوني یو شمیر پروژې پلې کړي.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن او د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال نن د نورستان مرکز پارون ته تللي وو او په دې ولایت کې یې د یوه روغتون، دارالمعلمین او مېلمستون د ودانیو او د برېښنا د یوې پروژې د بنسټ ډبره ایښې.

دغه درې میلیونه ډالره د افغانستان د ماليې وزارت له خوا ورکول کیږي، خو د بشپړولو وخت یې نه دی یاد سوی.

نورستان یو له نا ارامو ولایتونو څخه دی، چې د بیارغوني لپاره ډیر لږ کار په کې شوی دی.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3y9t.ak9qy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته