دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 43721
په هېواد کې د کانکور سیسټم زوړ دی باید بیاکتنه پرې وشي
جمهورريیس کرزي یوځل بیا په هیواد کې د پوهنې او لوړو زده کړو د کیفیت او کمیت په ښه والي باندې تاکید وکړ او په هېواد کې یې د روانو هر ډول ستونزو او نیمګړتیا سبب، ناپوهي وبلله.
د پوهنې، لوړو او حرفه یي زده کړو او د کار موندنې سیمینار د شنبې په ورځ په کابل کې د جمهور ريیس کرزي په وینا پرانسستل شو.

دا سیمینار د پوهنی، لوړو زده کړو او د کار او ټولینزو چارو وزارتونو په ګډه سره تنظیم کړی دی.

جمهورريیس کرزي یوځل بیا په هیواد کې د پوهنې او لوړو زده کړو د کیفیت او کمیت په ښه والي باندې تاکید وکړ او په هېواد کې یې د روانو هر ډول ستونزو او نیمګړتیا سبب، ناپوهي وبلله.

ښاغلي کرزي، چې د شنبې په ورځ یې د پوهنې، لوړو او حرفه یي زده کړو یو درې ورځنی سیمینار پرانستلو وویل، چې دا سمینار باید داسې علمي لارې چارې غوره کړي، په هېواد کې د علم او پوهې بهیرلا ګړندی او د پوهې له منل شویو معیارونو سره برابر کړي.

ښاغلي کرزي سیمنار ته یو لړ سپارښتنې او ځینې وړاندیزونه هم وکړل:

″په هیواد کې د کانکور سیسټم زوړ دی، د محصلانو غوښتنوته ځواب نه شي ویلی، باید بیاکتنه پرې وشي، بل دا چې هغه د لسم، یوولسم او دولسم ټولګي اول نمره، دویم، دریم څلورم او پنځم نمره باید پرته له کانکوره په پوهنتون کې شامل شي او بل وړاندیز مې دا دی، چې که مسلکي زده کړې په نهمو ټولګیو ته ځانګړی شي، ښه نتیجه به ورکړي.″


حامد کرزي وویل، په راتلونکې کال کې به زرافغان محصلانو ته په بهرنیو پوهنتونونو د لوړ زده کړو مالي امکانات برابر کړي.

دا علمي سیمینار د پوهنې، لوړوزده کړو او د کار او ټولنیزو چارو د وزارتونو له خوا تنظیم شوی دی.

د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردک وویل، سره له دې چې په تیرو لسو کلونو کې شاوخوا اته میلیونو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوې، خو بیا هم کافي نه ده او داسې لارې چارې باید غوره شي؛ چې د پوهنې د نظام شته ستونزې کمې کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنه افضلي وویل، په هېواد کې د روانو هر اړخیزو پرمختګونو او د کار د مارکیټ د غوښتنو په پام کې نیولو سره، د حرفو د زده کړې جاري پروګرامونه کافي نه دي او د سیمنیار متخصیصین یې باید په نویو تدابیرو بحثونه وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عبیداله عبید وویل، اوس د دې وخت رسیدلی، چې د هېواد په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې، د تعلیم او تحصیل منل شویو معیارونو ته نږدې شي. ښاغلي عبید په دې طرحو تاکید وکړ او ویې ویل:

″پوهنتون ته د پراختیایي پلان جوړول، د بهرنیو مرستو جلبول، د نړۍ له پوهنتونونو سره د اړيکو پراختیا، د تحصیل د کیفیت لوړول، د سرغړونو مخنیوی، د پروګرامونو قانوني کول او نوي میتودونه دودل.″

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په هېواد کې اوسمهال شاوخوا پنځه لس زره ښوونځي شته، چی کابو دوه لکه ښوونکي په کې تدریس کوي، خو په دې ښوونځیو کې په زرګونو ودانۍ نه لري او پنځوس فیصده مسلکي ښوونکو ته لا اړتیا شته.

اوسمهال په هېواد کې یودېرش پوهنتونونه او د لوړو زده کړو کابو شپیته موسسې شته چې تحصیل په کی اوس هم معیاری نه دی او د حرفو د زده کړې د جاري پروګرامونه سره سره په هېواد کې د وزګارو شمېر کابو درې میلیونو ته رسیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezf8e.jh8xwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته