دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 44859
.افغانستان د فوټبال پریمیر لیګ پیلوي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون داسې هلې ځلې پیل کړي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې د فوټبال پریمیر لیک لوبې پیلیږي چې هدف یې ملي لوبډلې ته د نویو او ځوانو لوبغاړو موندل دي.

د افغانستان د پریمیر لیک دغه بهیر له تېرې یوې میاشتې راهېسې پيل شوی چې د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې به دوام کوي.

د فوټبال د لوبغاړو موندل داسې دي چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون منتخب پلاوی به نژدې ټولو ۳۴ ولایتونو ته سفرونه کوي او غوره لوبغاړي به پیدا کوي.

د غوره لوبغاړو له موندولو وروسته بیا افغانستان په اتو زونونو وېشل کیږي او بیا د هر زون لپاره به ۱۵ لوبغاړي غوره کیږي.

دغه اته زونونه به کابل ته رابلل کیږي او په خپلو کې به سره سیالۍ کوي.

دا نو هغه پړاو دی چې د چارواکو په خبره ترې نوي او ښه لوبغاړي چاڼ کېږي، دغه ټولې لوبې به د کابل په زرغون میدان کې چې څه موده وړاندې جوړ شوی او په مصنوعي چمن پوښل شوی دی، ترسره شي.

د سیالیو د سر څلور ټیمونه به نیمه پایلوبې او په همدې ترتیب دوه پیاوړي لوبډلې به یې پایلوبې ته ووځي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د موندلو دا ډول طریقه که څه هم په دغه هېواد کې نوې ده، خو په نورې نړۍ کې له ډېر پخوا نه دود ده.

د فوټبال فدراسیون هیله ښيي چې له دغې لارې به د هېواد ملي لوبډلو ته ځينې ښه لوبغاړي تر ګوتو کړي.

د افغانستان د فوټبال پریمیر لیګ د یوه خصوصي مخابراتي شرکت په مالي مرسته ترسره کیږي چې لوبې به یې پر ځينو خصوصي تلویزونونو او راډیوګانو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر اکرام الدین اکرام په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د اسیا د فوټبال فدراسیون ورسره د نویو لوبغاړو د موندلو دغه طریقه منلې ده.

ده وویل دوی له ډېر پخوا د داسې یو پروګرام د پیل هوډ درلود خو د بودیجې د کموالي له امله یې پر کولو بریالي نه شول

فدراسیون هیله ښيي چې له دغې لارې به د هیواد د ملي یووالي او سولې لپاره هم پام وړ کار وشي، داسې چې د بیلابیلو ولایتونو لوبغاړي به کابل ته راځي او د هغوی ترمنځ به لوبې ترسره کیږي د لوبې ترڅنګ به د ملي یووالي انګیزه هم ورکول کیږي.

افغانستان د کریکټ ترڅنګ په دې وروستیو کې په فوټبال کې هم ښه ځلیدلی دی، چې وروستۍ لوبې یې په هند کې د جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ وې چې افغانانو په کې دویم مقام خپل او په دغو سیالیو کې یې ځینې پیاوړي ټیمونه هم مات کړل.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي دغه هیواد دا مهال د فوټبال په نړیوالې درجه بندۍ کې ۱۶۲ مقام لري چې تر پاکستان وړاندې دی.

فوټبال په افغانستان کې له ډېر پخوا نه دود دی او دا مهال د دغه هېواد د مهمو او مشهورو لوبو په سر کې ځای لري، د فدراسیون د چارواکو په خبره افغانستان په ۱۹۴۸ کال کې د نړۍ د فوټبال د فدراسیون فیفا غړیتوب ترلاسه کړی دی
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw6nk.23nkmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته