دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 45408
کابل ښاریان د بریښنا د لګښت بیلونه د موبايل له لارې هم تحویلای شي
د بریښنا شرکت چارواکو وویل، دا سیستم شفاف او د بریښنا د بیل په تحویلولو کې به هر ډول تیروتنې له منځه یوسي.
د افغانستان بریښنا شرکت او د اتصالاتو مخابراتي شبکې یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یي کابل ښاریان کولای شي چې د بریښنا د لګښت بیل د موبايل تیلیفون له لارې تحویل کړي.

د بریښنا شرکت چارواکو وویل، دا سیستم شفاف او د بریښنا د بیل په تحویلولو کې به هر ډول تیروتنې له منځه یوسي.

د اتصالاتو د شبکې چارواکو وویل، دا یوه امتحاني پروژه ده او ورو ورو به نورو سیمو ته هم وغځیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس هم کابل ښار ته څیرمه سیمې بریښنا نه لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciv5a5.t1awu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته