دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 45424
ولادیمیر پوتین د کوفي عنان له ماموریته ملاتړ کړی دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې له استازي کوفي عنان له ماموریت څخه ملاتړ کړی دی.

ولادیمیر پوتین پرون ماسپښین له کوفي عنان سره د سوریې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د دې کتنې پرمهال ولادیمیر پوتین وویل، د سوریې لپاره د عنان د پلان څخه د ملاتړ لپاره به هر هغه څه چې ممکن وي تر سره کړي:

((له هماغه اوله څنګه چې پوهیږي، له هماغه لومړیو پړاونو چې تاسو د عربي اتحاديي او د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د استازي په توګه وټاکل شوې موږ له تاسو ملاتړ کوو او په سوریې کې د سولې د راوستو لپاره ستاسو د هرې هڅې پلوي یو.

موږ ټول تاسو یو رښتینې او مسلکې سړي ګڼو. یو څوک چې د ډیر شهرت خاوند دی. زه غواړم تاسو ته اطمینان درکړم چې ستاسو له هڅو څخه د ملاتړ لپاره به هر څه چې ممکن وي تر سره کړو.))

عنان چې تر اوسه یې ماموریت بریالی نه دی وایي، د سوریې کړکیچ اوس د تقاطع یوه ټکې ته رسیدلي دی.

روسیه یو له هغو هېوادنو څخه ده، چې تل یې د بشارالاسد پر رژیم له فشارونو څخه ملاتړ کړې دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtt9t.ak9nx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته