دخپریدو نیټه :شنبه ۷ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 45922
اوباما د افغانستان په اړه له راین کراکر سره خبرې وکړې
اوباما له کراکر سره د دې لپاره وکتل چې د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه له هغه څخه تازه مالومات ترلاسه کړي او له بلې خوا له هغه څخه په دې مننه وکړي.
تاند - د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوفل سالون کې د افغانستان لپاره د امریکا له تقاعد شوي سفیر راین کراکر سره ولیدل.

سپینې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اوباما له کراکر سره د دې لپاره وکتل چې د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه له هغه څخه تازه مالومات ترلاسه کړي او له بلې خوا له هغه څخه په دې مننه وکړي چې په تېر یو کال کې یې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د استازي په توګه فوق العاده هلې ځلې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي :«سفیر راین کراکر په یوه حساس وخت کې (په افغانستان کې) خدمت وکړ، د ده له کار او زیاره مننه، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان له حکومت سره یوځای او زموږ د ناټو شریکانو په ملتیا د افغانستان له خلکو سره د اوږدمهالې ستراتیژیکې همکارۍ تړون وکړ. دا تړون موږ ته اجازه راکوي چې په داسي یو حالت کې جګړه ختمه کړو چې افغان حکومت د خپل هیواد د ټولو چارو مسوولیت په غاړه اخلي.»

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې راین کراکر په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه خپله دنده په بریالیتوب او ویاړ پای ته رسوي.

ولسمشر بارک اوباما د روانې جولای په اوولسمه نېټه جېمز کنینګ د افغانستان او ریچارد اولسن د پاکستان لپاره نوي سفیران ونومول.

د امریکا له قوانینو سره سم په بهرنیو هیوادونو کې د دغه هیواد سفیران د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا لري.

ښاغلی کنینګم، چې د کراکر مرستیال و، د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په اسراییلو کې د متحدو ایالتونو د سفیر په توګه دنده اجرا کړې ده.



ده یوه موده په هانګ کانګ کې کار کړی، وروسته یې په نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز او د ایټالیا په روم کې ماموریت کړی دی.



خو دی په داسي حال کې په افغانستان کې دروند مسوولیت په غاړه اخلي چې نړیوال ځواکونه له دې هیواده وتلو ته تیاري نیسي او افغان امنیتي ځواکونو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په تدریجي ډول سپارل کېږي.



د کنینګم لویه اندېښنه به دا وي چې ایا افغان ځواکونه له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل هیواد د امنیتي چارو له عهدې وتلی شي او کنه.



خو کنینګم ته به، چې په ارواپوهنه کې یې له سیراکس پوهنتونه ډګري ترلاسه کړې، د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د ښه شویو اړیکو میراث ورپاتې شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8hex.uqei8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته