د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د سمنګانو ولایت له یو شمېر
وکیلانو او دولتي چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د دغه ولایت والي خیرالله انوش، د ولایتي شورا رئیس ضیا الدین او ښاروال محمد حیدر هم حضوردرلود په ملي شورا کې د سمنګانو ولایت د خلکو استازو ښاغلو ابدالله محمدي، مخدوم محب الله فرقاني، سید هاشمي، معصومې خاوري او محمد اصف د بیارغونې او عمراني پروګرامونو ته د حکومت د لاډیرې پاملرنې په اړه خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د فواید عامې وزارت دې د ډبرو د سکرو دکان د راسپړلو او د خلکو په تګ راتګ کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو
لپاره د دره صوف سړک بیا ورغوي.
دوی وویل چې د دغه سړک د خرابوالي له امله هره ورځ یو شمېر نقلیه وسایط درې ته لویږي او د خلکو د مړینې سبب کیږي.
دوی همدا راز وویل چې د دره صوف سفلی ولسوالۍ خلک لا تراوسه د څښاک اوبه نه لري او له دې اړخه له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.
د سمنګانو ولایت وکیلانو او دولتي چارواکو په دغه ولایت کې د پوهنې، عامې روغتیا او د کرنې او مالدارۍ د حالت د ښه والي غوښتنه وکړه او له حامدکرزي څخه یې وغوښتل چې اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وکړي چې په دې برخو کې په دغه ولایت کې عملي او جدي کارونه ترسره کړي.
د هېواد جمهوررئیس د سمنګانو ولایت د خلکو د استازو د غوښتنو له اوریدو وروسته د هغوی غوښتنې برحقې وګڼلې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې حکومت به د سمنګانو ولایت بیا رغونې او انکشافي پرو ګرامونو ته پاملرنه وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)