په کابل کې د ایران سفارت نن وویل چې د مزارشریف ښار پر یوه لوی او اصلي واټ د هغو ایرانیانو نوم کېښوول شو چې څوارلس کاله پخوا طالبانو د مزارشریف ښار نیولو په مهال وژلي ول.
د بلخ ولایت چارواکو د ولایتي شورا د دې اقدام د هرکلي په ترڅ کې ویلي چې دا کار به د دوو ملتونو د لا نژدېوالي شبب شي.
ایران وايي چې اته ایراني دیپلوماتان او یو خبریال د ۱۳۷۷ کال د زمري په اوولسمه نېټه د طالبانو له لوري د مزارشریف ښار د نیولو په مهال ووژل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)