دهېواد د ملي پولیسو ځواکونود بېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د څلورو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، غزنی ، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپیان او ۱۴ تنه یي د ملي پولیسو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې۶۵ کیلوګرامه نشه یی توکې ، یو اندازه وسلۍ ، مهمات او دوه موټرسایکلونه د هېواد د ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.
د یاد ونې وړ ده چې د هېواد د ملی پولیسو منسوبانو تېره ورځ ۶ کړۍ بیلا بیل ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لوري د ترهګریزو کړنو په موخه لغمان ، کا پیسا ، بغلان او کندهار ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)