دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 48159
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن د ننګرهار
ولایت د دُربابا له ولسوال حاجي همېشه ګل سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په دغه ولسوالۍ کې د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې دده د زوی او نورو هېوادوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو له امله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.

جمهور رئیس ددې تر څنګ چې په هېواد کې یې د ملکي وګړیو د وژنې د زیاتوالي له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه، د تېرې ورځې پېښه یې قتل عام او مسلمان وژنه وبلله.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دُربابا ولسوال د پېښې د څرنګوالي په اړه د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل او دا پېښه یې د خلکو عام وژنه وبلله.

حامد کرزي وویل: که د اسلام او افغانستان دښمنان غواړي چې په خپلو دغو ناوړه عمالو سره د افغانستان خلک تر فشار لاندې راولي، باید پوه شي چې نه یوازې دوی به خپلې شومې موخې ته ورسیږي، بلکې د اسلام او هېواد د خدمت په لاره کې به زموږ د خلکو هوډ لا پیاوړی کړي.

جمهور رئیس د ملي دفاع وزارت لوی درسیتز ته امر کړی چې د ښې درملنې لپاره د دُربابا ولسوالۍ د پېښې ټپیان کابل ته راولېږدوي او د ننګرهار والي ګل آغا شیرزي ته یې لارښوونه کړې چې د نوموړې پېښې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره عاجلې مرستې تر سره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoz8e.jh8vni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته