دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 51848
دا چې په هرات کې په خلکو وسله ویشل کیږي په اړه يي د کورنیو چارو وازرت څیړنې پیل کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات د مسئولینو د دې ادعا په اړه به چې د جهادي قومندانانو د شورا له خوا په دې ولایت کې په خلکو وسله ویشل کیږې، څیړنې وشي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، امنیتي مسئولین به په هیڅ صورت دې کار ته اجازه ور نه کړي.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري پرون ته وویل، چې د جهادي قوماندانو په نوم شورا چې ویل کیږي په دې وروستیو کې د اوبو او انرژۍ وزیر اسمعیل خان په نوښت جوړه شوې، خلکو ته وسلې ویشي.

پخواني جهادي قومندان او د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسمعیل تیره اونۍ په هرات ولایت کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې وویل؛ د پخوانیو مجاهدینو پر یوه لوی تشکیل کار روان دی او که اړتیا پیدا شي، د پخوا په څېر به دوی وسلې ته لاس کړي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړیود تیرې یکشنبی په ورځ د اوبو اوانرژۍ د وزیر د خبرو په وړاندې عکس العمل ښکاره کړ، دوی وایي اسمعیل خان په دغه ډول څرګندونو سره افغانستان بیا د کورنۍ جګړې اور ته غورځوي.

په مزارشریف کی د امریکا قونسل پرون د اسمعیل خان وروستیو څرګندونو ته په اشاره وویل، د نړېوالې ټولنې په تیره بیا د امریکا په مرسته د افغانستان غښتلي ملي امنیتي ځواکونه جوړ شوي او نور د وسله والو ډلو جوړیدو ته اړتیا نشته.



سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjj0k.yt0fo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته