دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 52380
د امام حسين(ع)پاڅون،په نړۍ كې د عدالت غوښتنې او ظلم ټكونې بهترينه نمونه ده
دبلخ د ولايت د اسلامي اخوت د علماوو دشورا رئيس مولوي محمد شاه عادلي،دحضرت امام حسين(ع)پاڅون،په نړۍ كې عدالت غوښتنې،ظلم،ټكونې او خپلواكۍ غوښتنې بهترينه نمونه عنوان كړه.
د بلخ د ولايت د علماوو او اسلامي اخوت د شورا رئيس چې دبلخ د ولايت د مزار شريف دښار،د روحانيونو او علماوو په غونډه كې ئې خبرې كولې،د محرم مياشت او دعاشورا ورځې،د اسلامي نړۍ سپڅلې ورځې وګڼلې.
هغه وويل:د حضرت حسين(ع)پاڅون او د آزادي غوښتنې شهادت،دعدالت غوښتنې،ظلم ټوكنې او آزادي غوښتنې بهترينه دنمونه ګڼل كيږي.
هغه څرګنده كړه:چې د محرم د لسيزې غوندې بايد په هوښيارۍ او سمو شرعي تدابيرو سره تجليل شي.
د بلخ د ولايت دعلماوو او اسلامي اخوت د شورا رئيس،له مبلغينو څخه وغوښتل چې پدې مراسمو كې له افراط،چټيات ويلو،مذهبي نفاق اچونې او اختلاف هڅوونكو او تفرقه غوښتونكو خبرو كولو څخه بايد ډډه وكري.
هغه همدارنګه د راديوګانو،تلويزيونونو،هوټلونو له متصديانو او كسټوپلورونكو ټولو څخه غوښتنه وكړه چې محرم الحرام د مياشتې په درناوي دې د مزخرفو فلمونو له خپرولو او ساز او سرود څڅ\خه ډډه وكړي.
د((افغان غږ خبری آژانس))اژانس د رپوټ له مخې،دفجر اوه نيزې په روايت،همدارنګه د علماوو اوروحاينو پدې ناسته كې،د حسيني عاشورا د ورځو د مراسمو په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وكړې.
دبلخ د ولايت د اهل تشيع علماوو رئيس حجت الاسلام جعفري وويل:بايد ټولو مسلمانانو ته توصيه وشي څو د مبتذلو فلمونو،سريالونو او كسټونو له خپرولو څخه ډډه وكري.
هغه له ټولو رسنيو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې له اسلامي او شرعي معيارونو سره همغږې كړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmdt.w6d0caz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته