دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 52513
په غور کې د کانکورازموينه واخستل شوه
 په غور ولايت کې نن د لړم په ۲۹ مه، د دغه ولايت دمرکز او اړونده ولسوالیو له ۲۰۰۸ تنو نارينه او ښځينه فارغانو څخه پوهنتونونو ته د تلو په غرض د کانکور آزموينه دنوموړی ولایت علاولدین غوری په لیسه كې واخستل شوه.
د نوموړي ازمويني دپاره دسوالونو او نورو موادو بکسونه، د غور والي سید انور رحمتی او د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ټاکل شوي هيئت په مخکي پرانستل شول او تر ويشلو وروسته يي د ازمويني اخستلو لړۍ پيل شوه. 

دتيرو کلنو په شان دغه آزموينه هم د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د ټاکل شوي هيئت له خوا له هغو کسانو څخه اخستل کيږي چي دوولسم ټولګۍ يي لوستي وي او دهمدي ټولګۍ د فراغت اسناد په لاس کي ولري ديادونى وړده چى دازموينى شاملين دجملى نه ۲۰۳ فارغین نجونۍ دي .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsk0k.yt0xf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته