دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 54229
د افغانستان بانک رييس له افغانستانه د سرو زرو د قاچاق کېدو راپور رد کړ
د افغانستان بانک ريیس نورالله دلاوري له هیواده دوبۍ ته په لویه پیمانه د سرو زرو د لېږدېدو په باب د نیویارک ټایمز راپور رد کړ.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په یوه مفصل تحقیقي راپور کې، چې تاند یې ژباړه خپره کړه، د افغان او امریکايي چارواکو له قوله لیکلي و چې د پیسو قاچاقبرانو په افغانستان کې د سرو زرو اخیستلو ته مخه کړې او اوس له دې هیواده دوبۍ ته پر له پسې سره زر باسي.

لوېدیځو سرچینو د هوايي ډګر د امنیت د راپورونو او د چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي چې اکثره سره زر په تجارتي الوتکو کې دوبۍ ته وړل کېږي.

نیویارک ټایمز لیکلي، ویل کېږي چې دوبۍ ته تلونکي الوتکې دومره درنې بار شوي وي چې د الوتکې عمله بیا بیا سپرلیو ته خبرداری ورکوي چې بکسونه یې درانه وي او ممکن د سیټونو له پاسه د بېګونو له ځانګړي ځای (کمپارټمینټ) څخه راولوېږي.

د هوايي ډګر یوه امنیتي مامور ورځپاڼې ته د مثال په توګه ویلي و چې د اکتوبر په نیمايي کې په یوه الوتکه کې شپېته پونډه سره زر، چې هر پونډ د یوه آی فون هومره حجم درلود، یووړل شول.د دغو سرو زرو ارزښت یو نیم ملیون ډالره و.

سره زر د هوايي ډګر مامورینو ته ورښکاره شوي و او ورته ویل شوي و چې د ترمیمولو لپاره یې دوبۍ ته وړي. د سرو زرو وړونکي وايي چې د سرو زرو ګېڼې په متحده عربي اماراتو کې د ماهرو زرګرانو په وسیله ترمیموي او یا نوې بڼې ورکوي.

د ورځپاڼې په ادعا د کابل په هوايي ډګر کې مامورین او زرګران وايي چې بهر ته د وړلو لپاره د سرو زرو خرڅلاو د سږ کال له دوبي څخه زور اخیستی دی.

په همدې منځ کې د هوايي ډګر د ګمرک رييس د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ځیني کمپنۍ هره ورځ له افغانستانه له ۱۲ تر ۱۳ کیلو سره زر متحده عربي اماراتو ته د ترمیم لپاره باسي خو د دې په مقابل کې هره ورځ ۵۰ کیلو ګرامه سره زر افغانستان ته واردېږي.

د افغانستان بانک ريیس ښاغلي دلاوري د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور له حقیقته لېري وباله او ویې ویل چې افغانستان زیات سره زر نه لري.«افغانستان په خپله سره زر له بهره واردوي.»

دلاوري همداراز وویل چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې باوري شواهد نه دي وړاندې شوي.

نیویارک ټایمز پرون په خپل راپور کې ویلي و چې په وروستیو کې له افغانستان څخه د سرو زرو د ایستلو بهیر ته د افغان او امریکايی مقاناتو پام اوښتی او هغوی ته یې پوښتنې بیدا کړي چې ولي په دومره زیاته اندازه سره زر د افغانستان له بازارونو څخه پېرل کېږي او ولي ټوله دوبۍ ته وړل کېږي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي و چې د افغانستان بانک ريیس نورالله دلاوري ورته ویلي:«موږ په دې باب تحقیق کوو، که راته جوته شوه چې دا کار د پیسو مینځلو او یا له افغانستانه د پیسو د ایستلو په هدف کېږي، موږ به مداخله وکړو.»

ورځپاڼې د ښاغلي دلاوري له قوله دا هم ویلي و چې د افغانستان بانک ته په دې برخه کې زیاتې پوښتنې ځواب شوي نه دي.

د افغانستان بانک په وینا تېر کال له افغانستانه څلورنیم ملیارد ډالر د کابل د هوايي ډګر له لارې دوبۍ ته ایستل شوي وو. د پیسو د وتلو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات وشول خو د افغان چارواکو نیمګړو اقداماتو چندان اغېز نه دی لرلی. ځکه پیسې زورور کسان باسي او زورور کسان بې له دې چې په هوايي ډګر کې تلاشي ورکړي د وي آی پي له لاري وځي.

تېر کال د دوبۍ چارواکو ویلي و چې د ملي جبهې د اوسني مشر احمد ضیا مسعود په بکسونو کې یې شاوخوا ۵۸ ملیون ډالره موندلي ول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjh8ei.uqex8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته