دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۰۱
د مطلب کود : 54635
افغان دولت وايي د موقت حکومت رامنځته کېدل ناممکن دي

د افغانستان د بهرنیوچارووزارت پدې هیواد کې د موقت حکومت رامنځ ته کیدل له امکانه لرې او د افغانانو په تاوان ګڼي.

داسې ویل کیږي ، چې د افغانستان د سولې په اړه د پاریس په مذاکرو کې د طالبانو او حزب اسلامي استازو د موقت حکومت د رامنځته کیدو او په اساسي قانون کې د تغیراتو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ، جانان موسی زي نن په اساسي قانون کې د بدلون د غوښتنې په اړه محتاطانه خبرې کړي او د پاریس په غونډه کې یې د طالبانو د استازو ګډون د سولې په لور مثبت ګام بللی دی.





یکشنبه ۰۳ جدی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaminm.49nye1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته