دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 55744
ولسمشر کرزی له بارک اوباما سره د خبرو لپاره سبا امریکا ته ځي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزۍ د امریکا له ولسمشر سره د خبرو لپاره سبا له کابله واشنګټن ته روانېږي.

له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د څرنګوالی، شمېر او د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي موافقه د دواړو خواوو د خبرو مهمې مسلې اعلان شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي؛ چې ولسمشر کرزۍ به د متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0mqp.2bqp08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته