دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 56509
د ملی اردو سمبالول په پر مختللی تخنیک د امریکا ژمنی
د افغانستان د دفاع وزیر وایي، دی ته خوشبین دی چې د امریکا متحده ایالات به افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته چې له دی هېواده بهرني محارب ځواکونه وځي، یواځې پرینږدي.

بسم اله محمدي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دی ګومان نه کوي چې امریکا بیا هغه تیروتنه تکرار کړي چې په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د پخواني شوروي د عسکرو له وتلو وروسته یې کړی وه او دا هېواد یې هیر کړی و.

یو زیات شمېر افغانان داسې احساس کوي چې له ۱۹۸۹ کال وروسته امریکا دوی یواځې پریښودل.

کله چې پر افغانستان د شوروي اشغال پای ته ورسید او څو کاله وروسته له مجاهدینو سره امریکا خپلې مرستې بندې کړې، افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکیل شو، چې په نتیجه کې یې طالبان واک ته ورسیدل.

د طالبانو ملاتړې القاعده هم له افغانستان څخه د اډې په توګه کار واخیست چې پرامریکایې د سپټمبریولسمې حملې ترسره کړې.

محمدي وویل، دی په دی باور دی چې امریکا به بیا افغانستان یواځې پرینږی او په مختلفو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

د افغانستان د دفاع وزیر چې له افغان ولسمشرحامد کرزی سره واشنګټن ته د تیری اونی په سفر کې ملګری وو دغه راز وویل، دی خوشبین دی چې امریکا به د دوي ملاتړ وکړي په تیره بیا له امنیتي ځواکونو سره به یې مرستو ته دوام ورکړي.

محمدي وویل، امریکا ژمنه کړې چې د نورو مرستو ترڅنګ به افغان ځواکونو ته د ماینونو د معلومولو او له منځه وړلو پرمختللي وسایل هم ورکړي.

هغه وویل؛ دا ډول وسایل اوس په افغانستان کې ناټو ځواکونه لري چې د تلفاتو په کمیدو کې یې ډیره مرسته کړې:

"هغوي وعده وکړه، داسې اسانتیاوې به موږ ته راکړي، داسې نقلیه وسایل زموږ په واک کې کیږدي؛ چې ماین کشف او له منځه یوسي."

د ښاغلي محمدي په وینا اوسمهال په افغانستان کې د ملکې تلفاتو په سلو کې اتیا یی د سړک د غاړې بمي چاودنو له وجې ده.

د افغانستان د دفاع وزیر په داسې حال کې له افغانستان سره د امریکا د اوږد مهاله پوځي او ملکې مرستو د دوام په اړه خوشبیني څرګندوي چې متحدو ایالاتونو او متحدینو یې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال وروسته د څو کلونو په مخه په ملکي او پوځي برخو کې د مرستو ژمنه کړې، خو په دې هېواد کې د امریکا اوږدمهاله پوځي حضور په هغه دوه اړخیز امنیتي تړون پورې تړلی دی چې په اړه یې له څه مودی راهیسې د کابل او واشنګټن ترمنځ رسمي خبرې پیل شوې دي.

د هیواد د دفاع وزیر وویل له امریکا سره د امنیتِ تړون په اړه خبرې به ترراتلونکو اتو نهو میاشتو پورې بریالی پرمخ لاړې شي.

د محمدي له څرګندونو یوه ورځ مخکې ولسشمر کرزی ویلي و چې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو ته د افغانستان له قوانینو څخه د مصونیت ورکولو پریکړه به لویه جرګه کوي.

د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې ورته لویې جرګې پریکړه وکړه چې افغانستان کولای شي له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي. دغه تړون د تیرکال په می میاشت کې لاسلیک شو چې وروسته په ملي شورا کې هم په اکثریت رایو تصویب شو. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccopqp.2bqex8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته