دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۵۳
د مطلب کود : 58008
امریکايي چارواکي: افغانستان له ۲۰۱۴ وروسته هم نه پرېږدو
تاند- د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز پرون په یوه ګډه تلویزیوني مرکه کې اعلان وکړ چې امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته افغانستان پرېنږدي.

لیون پنیتا، چې د دفاع وزیر په توګه یې ماموریت په بشپړېدو دی، او د متحدو ایالتونو د ټولو قواوو لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسي سي این این تلویزیون ته په ګډه مرکه کې دا احتمال رد کړ چې امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

جنرال دیمپسي په افغانستان کې صفر ته د امریکايي پوځیانو د راوستلو نظر رد کړ، ویې ویل:«ما ته تراوسه هیچا هم نه دي ویلي چې ټول پوځیان به له افغانستانه باسو.»

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې د څومره عسکرو د پاتې کېدو اټکل کوي، مشخص شمېر ونه ښود خو ویې ویل: د ځواکونو شمېر به زموږ د ماموریت پر اساس وي او بل به له دې سره ارتباط ولري چې انکشافات څرنګه دي.

دفاع وزیر لیون پنیتا هم له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان څخه د ټولو امریکايی پوځیانو د ایستلو نظر رد کړ، ویې ویل داسي احساسوي چې ولسمشر اوباما به پر هغې ژمنې ودرېږي چې په شیکاګو کې یې کړې وه.

د شیکاګو په سرمشریزه کې د ناټو او افغانستان د مشارکت لپاره پلان طرحه شوی و چې پراساس یې له ۲۰۱۴ وروسته تر ډېرې مودې پوري په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو د حضور ژمنه شوې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivuaw.t1avu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته