دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 58120
د سالنګ لویه لاره تر څلور ورځو تړل کیدو وروسته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د سالنګ لویه لاره تر څلور ورځو تړل کیدو وروسته نن سهار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوول جنرال رجب آزادۍ راډیو ته وویل چې، په سالنګونو کې تر اوسه پنځوس ځایه واوره ښویدلې خو دوی وتوانیدل چې لاره بیرته پاک کړي.

په همدې حال کې د پروان چارواکي وایي هغه لسګونه مسافر یې ژغورلي چې په شیبر کوتل کې ترواورو لاندې شوي وو.

د پروان ولایت د شیخ علي ولسوال نوراغا سامع وویل، دوه موټر لاهم په شیبر کې ترواورو لاندې بند پاتې دي.

سامع وویل، دغو مسافرو د سالنګ د لویې لارې د بندیدو له امله غوښتل چې د شیبرد کوتل له لارې سفروکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzf0k.yt0jx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته