دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 60560
اسلام آباد د طالبانو د خلاصولو لپاره له کابله رشوت اخلي
د افغانستان د استخباراتو پخوانی ریس امرالله صالح وایي اسلام آباد له افغان دولت څخه د هغو طالبانو د خلاصون لپاره پیسي اخلي، چې ویل کیږي افغانان دي او د پآکستان په بیلا بیلو بندي خانو کې پراته دي.
امرالله صالح پرون د پاکستان اکسپرس نیوز چینل ته وویل اسلام آباد چې غواړي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د منځګړی رول ولوبوي د دې لپاره یې څو ځله د کابل له حکومت څخه پیسې اخیستي دي.
صالح، چې د ملي امنیت د ریاست پر مهال د پاکستان سخت منتقد و، ویلي اسلام آباد اوس له دې انکار نه کوي چې په طالبانو اغیز نه لري او هغه پیسي چي يي د افغان طالبانو د راکاږلو لپاره غوښتي هم دی پرې خبر دی او هم افغان دولت پرې خبر دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سمدستي نن سهار د صالح دا خبري رد کړې.

ووزارت ویلي نه پاکستان د افغان طالبانو د خلاصون لپاره له افغانستانه پیسي اخیستي، نه یي له طالبانو سره د سولې لپاره د منځګړیتوب کوم رسمي وړاندیز کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پاکستان د یوه بین الافغاني جوړجاړي ملاتړ کوي او همدا یي تل غوښتی دی.

امرالله صالح همداراز ویلي چې پاکستان افغانستان د خپلي مستعمرې په توګه ګڼي او تل غواړي په دغه هیواد کې د جګړو د دوام له لاريې خپل اغیز وساتي.

په همدې تلویزیوني خپرونه کې د د عوامی نشل ګوند غړي سناتور حاجي عدیل هم د پاکستان په کړنو اندیښنه وښوده، ویې ویل چې د پاکستان حکومت په تیرو کلونو کې تیروتنې کړي دي ځکه چې غیر دیموکراتیکو کسانو دا هیواد اداره کاوه.

عدیل ویلي چې پاکستان یو مهال افغانستان د خپل پنځم ولایت په توګه ګاڼه خو اوس د حکومت پالیسي بدله شوې ښکاري او اوس پاکستان خپلو لانجو په مخه کړی او په خپلو مسایلو کې ډوب دی.

هغه وویل چي اوس د زرداري او کرزي اړیکي ډیرې ښې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د استخباراتو پخواني رييس رحمت الله نبیل، چې اوس د ملي امنیت شورا مشرتوب ور له غاړي دی، څه موده دمخه وویل چې نړیوال دې د ترهګرو په ځای د هغوی ملاتړکوونکي یعني د پاکستان استخبارات په تور لیست کې شامل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7n8p.jh87pi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته