دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 60720
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره برېښنا حیاتي بولي
تاند- د نړیوال بانک مشر وايي، افغانستان باید د برېښنا تولید زیات کړي ځکه چې انرژي د دغه هیواد د کانونو د استخراج او په دې برخه کې د بهرنیانو د پانګونې د جذبولو لپاره ډېر اهمیت لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې کابل هیله لري چې د افغانستان د مسو او وسپنې په کانونو کې به د چین او هند پانګونه مرسته وکړي چې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره د لوېدیځوالو د مرستو د کمېدو تشه ډکه کړي.
ګومان کېږي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې، چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، له افغانستان سره به د لوېدیځو هیوادونو مالي مرستې هم اغېزمنې شي.

د امنیتي ستونزو تر څنګ د باوري برېښنا نشتوالی د هغو شرکتونو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، یو لوی خنډ دی.
د نړیوال بانک رييس جیم یونګ کیم د کابل د سفر په مهال رویټرز خبري اژانس ته وویل:«که کافي انرژي نه وي تقریباً ناممکنه ده چې اقتصادي پرمختګ دې وشي.»
حاضردمه د افغانستان د ټول نفوس یوازې درېمه برخه برېښنا لري چې هغه هم اکثره له ګاونډیو هیوادونو لکه ازبکستان څخه وارد شوې ده.
ډېر افغانان شکایت لري چې په تېرو لسو کلونوکې د نړیوالو له ملیاردونو ډالره مرستې سره سره د برېښنا د تولید لپاره بنیادي کار نه دی شوی.
افغانستان د برېښنا د تولید لپاره زیات ظرفیتونه او امکانات لري خو له یوې خوا د لویو بندونو د جوړولو لپاره د افغانستان حکومت د بهرنیو مرستو په جلبولو کې پاتې راغلی او له بلې خوا د افغانستان د انرژۍ وزارت د بندونو د سروې کولو لپاره لازمې هڅې نه دي کړي او دا په داسي حال کې ده چې د وسله والو طالبانو له لوري د کجکي او نورو بندونو د جوړېدو په لار کې خنډونه هم د پام وړ دي.
راپورونه وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو په تېرو کلونو کې د ایران پولې ته نژدې په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د سلما، بخش اباد او کمال خان بندونو مخه نیولې ده او په ځلونو یې د دغو بندونو پر انجنیرانو او کارګرو بریدونه کړي دي.
رويټرز خبري اژانس وايي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان همداراز هڅه کوي چې د لوګر د عینک د پروژې مخه ونیسي.
پر دې پروژې، چې ارزښت یې درې ملیارد ډالره دی، له ۲۰۰۷ کال څخه کار پیل شوی. تېر کال د عینک پر مسو هغه مهال کار موقتاً ودرول شو چې وسله والو طالبانو پر چینايي کارګرو برید وکړ.
وسله وال طالبان د دې پروژې لور ته د راکټي بریدونو ترڅنګ پر هغه سړک ماینونه او نور چاودېدونکي مواد ږدي چې دغه کان ته غځېدلی دی.
وسله وال، چې عموماً پر موټرسایکلونو سپاره وي، خلک او کارګر ګواښي چې په دې پروژه کې کار ونه کړي.
د نړیوال بانک رييس همدارز وویل چې امنیت د افغانستان له زراعتي پروژو سره د مرستندویو د مرستې او ملاتړ کار سخته کړی دی.
ده وویل، سره له دې چې په اوږد مهال کې کانونه د افغانستان راتلونکې تضمینوي خو حاضردمه کرنه د افغانانو د روزګار اصلي سرچینه ګڼل کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxmqe.2bqxi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته