افغان چارواکي وايي، د بروکسل په غونډه کې به د افغانستان او ناټو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو او د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا پر اړوندو موضوعاتو خبرې وشي.
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به سبا سې شنبې او د چارشنبې په ورځ په بروکسل کې په خپله غونډه کې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وکړي.
ټاکل شوې چې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ د وروسته وضعیت په اړه د ناټو او روسیې د شورا په غونډه کې هم خبرې وشي.
روسیې له دې مخکې له ناټو او متحدانو څخه یې غوښتي وو چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې د خپل حضور څرنګوالی روښانه کړي.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)