دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 63836
د فرانسې سفير د خداى پاماني له مايوسوونکى پيغام سره
په کابل کې د فرانسې سفیر په تېرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ترلاسه شویو بریاوو په اړه شک څرګند کړي، او ویلي یې دي چې د افغانستان پروژه د کنګل پر یوه نازکه ټوټه ولاړه ده.

برنارد بېژولي Bernard Bajolet چې په کابل کې د فرانسې د سفیر په توګه یې د کار دوره پای ته رسېدلې ده، د خپلې خدای پامانۍ په غونډه کې د نړیوالې ډیپلوماسۍ هغه عادي لهجه رد کړه چې عموما له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د بې شمېره ستونزو په اړه په احتیاط سره خبرې کوي. ده وویل، که څه هم په افغانستان کې د روان ناوړه حالت د یوې برخې مسوول لویدیځ دی خو د ګڼ شمېر خرابیو مسوولیت په خپله افغانانو ته ورله غاړې دی.
ده دا څرګندونې تېره اونۍ د سه شنبې په ورځ په هغه مېلمستیا کې وکړې چې په کابل کې د فرانسې په سفارت کې جوړه شوې وه.
فرانسپرس خبري آژانس او نیویارک ټایمز ورځپاڼه د بېژولي د وینا د متن په حواله لیکي چې وايي، دی نه پوهېږي نړیواله ټولنه او افغانستان څنګه فکر کولای شي چې په ۲۰۱۴ کال کې به هرڅه سم وي. نوموړی زیاتوي، په داسې حال کې چې د سولې خبرې تراوسه په رښتیا لاپیل شوې نه دي نو راروان انتخابات، نوی ولسمشر، اقتصادي او پوځي انتقال به څنګه کېږي، خو بېژولي یادونه کوي چې دا حالت اوس شته او باید مقابله ورسره وشي.
په کابل کې د فرانسې سفیر د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو د پوځي ماموریت له ختمېدو وروسته د ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د افغانستان د موقف په اړه شک څرګند کړ، ځکه د ده په وینا هغه مهال به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لېوالتیا کمه وي.
بېژولي زیاته کړه، که سپینه خبره وکړو، هغه هېواد چې د خپل پوځ او پولیسو د سرتېرو د تنخواه ګانو، د خپلو ډېرشمېر پانګونو او حتی د ملکي ادارو د ځینو لګښتونو لپاره د نړیوالې ټولنې پر مرستو اتکا کوي په رښتیا چې نشي کولای خپلواک وي.
درې شپېته کلن بېژولي چې په عراق کې د فرانسې د سفیر په توګه هم پاتې شوی پراخ فساد او مخدرمواد هغه دوه ستونزې وبللې چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګولو لپاره د هڅو په وړاندې یې خنډونه رامینځ ته کړي. نوموړي وویل، فساد وښوده چې د دې هېواد مشران خپل هېواد ته وفادار نه دي او فساد دی چې د پانګونو مخه نیسي او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه د افغانستان د مخدرو موادو له تولید سره په مبارزه کې پاتې راغلې ده.
برناردبېژولي چې د فرانسې د بهرنیو استخباراتو د مشر په توګه په دنده ګومارل شوی زیاته کړه چې د افغانستان مخدرمواد په لویدیځه اروپا، روسیه، بالکان او منځنۍ آسیا کې د تروریزم په پرتله زیات خلک وژني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9j09.yt0ss6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته