دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 66131
په غزني کې په یوې انتحاري حمله کې د وسله والو ضد پاڅون یو مشر ووژل شو
په غزني کې په یوې ځان وژونکې حمله کې د وسله والو طالبانو ضد پاڅون یو مشر او لږ تر لږه درې تنه نور ووژل شول.
پولیسو وویل، حبیب اله خان او د هغه دوه ساتونکي او یو لاروی پرون هغه مهال ووژل شول، چې د مقر په بازار کې یوه تنکي ځوان چې په ځان پورې یي چاودونکي مواد تړلي و، انتحاري حمله پرې وکړه.
نورو چارواکو په دې پیښه کې د اووتنو د وژلو او د شاوخوا لسو نورو د ټپي کیدو خبره کړې.

د راپورونو له مخې حبیب اله خان په مقرولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د ولسي پاڅون قومندان و. وسلوالو طالبانو ویلي چې حمله دوی کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezz8p.jh8pxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته