دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 68590
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به نن قطر ته ورسیږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به نن د قطر پلازمینې دوحې ته ورسیږي.
جان کري په داسې حال کې دا سفر پيل کړی چې؛ د امریکا د بهرني سیاست کې له دوو پيچلو مسایلو سره مخامخ دی چې؛ یو یې په سوریه کې د روان خونړي جنګ مخنیوی او بل یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د مذاکرو څرنګوالی دی.
د اسوشیېټډ پرېس په حواله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکا ترمنځ تر پلان شویو خبرو مخکې قطر ته رسیږي.
په قطر کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر تیره اونۍ پرانیستل شو. اسوشیېټډ پرېس اژانس وايي چې، داسې نه ده ټاکل شوې، چې په خپله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به د طالبانو له استازو سره ګوري؛ خو په راتلونکو څو ورځو کې به یو شمېر نور امریکايي چارواکي له طالبانو سره د خبرو لپاره را غونډ شي.
د اسوشیېټډ پرس په وینا، دا به په تقریباً تیر یونیم کال کې اول وار وي چې؛ د امریکا او طالبانو استازي خبرې سره کوي.
اسوشیېټډ پرېس وایي، چې طالبانو د سه شنبې په ورځ په قطر کې د خپل سیاسي دفتر د پرانیستلو پر وخت خپل بیرغ ځوړند کړی و او پر دفتر یې (د افغانستان اسلامي امارت) لیکل شوي وو.
د طالبانو دې حرکت جمهور رییس حامد کرزی په قهر کړ او ویې ویل چې، له طالبانو سره د خبرو لپاره به د سولې د شورا هیات دوحې ته نه استوي.
د اسوشیېټډ پرېس په حواله، د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري په تېره اونۍ کې دوه وارې ولسمشر کرزي ته ټیلفون کړی او له هغه سره پر خپله ملګرتیا ټینګار کړی دی.
اسوشیېټډ پرېس وايي چې، دا سیاسي اختلافات د دې سبب شول چې؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز دوبینس هم دوحې ته خپل سفر وځڼډوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو اسوشیېټډ پرېس ته ویلي چې؛ ښاغلی دوبینس به ډير ژر په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.
خو دا چې د امریکا د استازو او طالبانو تر خبرو وروسته به افغان چارواکي د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي لا نه ده څرګنده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxtdv.w6dc1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته