دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 70446
عظیمي: د طالبانو حملې او د افغان ځواکونو تلفات زیات شوي

 دفاع وزارت مني چې؛ په روان کال کې د وسله والو مخالفانو حملې او د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف او د ناټو د ملکي استازي له ویاندویانو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، وسله وال طالبان هڅه کوي چې پر افغان ځواکونو فشار زیات کړي.
په عین حال کې ایساف ځواکونه وایي چې؛ افغان امنیتي ځواکونه تر پخوا ډیر پیاوړي شوي او نړېوال ځواکونه به له دوي څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د دفاع وزارت چارواکي تاییدوي چې؛ افغان ځواکونو ته د پوځي عملیاتو د مشرۍ له سپارلو سره په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په حملو کې زیاتوالی راغلی دی.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د دوشنبې په ورځ وویل چې؛ د تیرو کلونو په مقایسه په روان کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوی خو ده یې دقیقه شمېره وړاندې نه کړه.
جنرال عظیمي د ایساف ځواکونو او ناټو د ملکي استازي له ویاندویانو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، وسله وال طالبان هڅه کوي چې افغان ځواکونه کمزوري وښیی او د افغانستان ځینې سیمې ترخپل کنټرول لاندې راولي:
"په اوسنیو شرایطو کې طالبان هڅه کوي خلکو ته ووایي چې؛ موجوده افغان ځواکونه د امنیت د ټینګولو وړتیا نه لري.
په همدې هدف له خپل ټول توان څخه پر افغان امنیتي ځواکونو د فشار راوړلو او د یوې سیمې د ترلاسه کولو هڅه کوي.
د وسله والو طالبانو ډله يیزې حملې هم په مرکز او هم په ولایتونو کې ډیرې جدي وې او د دوي د لسګونو او سلګونو حملو مخه هم نیول شوې ده".
"د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه چې افغان او نړیوال ځواکونه له خنډ سره مخامخ کړي خو ومو لیدل چې هغوی وتوانیدل د دښمن حملو ته په بریالۍ توګه ځواب ووایی.
د هغوي حملې شنډې شوي او په دې برخه کې چې کومې تمې وې ترلاسه شویدي.

له همدې امله مونږ په بشپړ ډول ډاډه یو چې افغان امنیتی ځواکونه کولای شي د افغانستان د خلکو امنیت ټینګ کړي ".
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ وسله والو طالبانو د روان لمریز کال له پیل نه په کابل او ولایتونو کې خپلې حملې ډیرې کړي دي.

د دفاع وزارت چارواکو شاوخوا دوه میاشتې مخکې ویلي وو، چې په پاکستان کې سلګونه دیني مدرسې ځکه تړل شوي چې زرګونه طالبان د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د جنګ لپاره افغانستان ته راشي.

خو د دفاع وزارت ویاند څرګندوي چې؛ وسله وال طالبان ان د خپلو سیمه يیزو ملاتړو په همکارۍ د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري او یوازې د ماینونو ښخولو ته یې زور ورکړی دی.

په عین حال کې د ایساف ځواکونو ویاند هینزفیلمن وایي چې؛ افغان او نړېوال ځواکونه توانیدلي چې د وسله والو طالبانو حملې په شاه وتمبوي:

"د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه چې؛ افغان او نړېوال ځواکونه له خنډ سره مخامخ کړي خو ومو لیدل چې هغوي وتوانیدل د دښمن حملو ته په بریالۍ توګه ځواب ووایي.

د هغوي حملې شنډې شوي او په دې برخه کې چې کومې تمې وې ترلاسه شوي دي.

له همدې امله موږ په بشپړ ډول ډاډه یو چې؛ افغان امنیتي ځواکونه کولای شي د افغانستان د خلکو امنیت ټینګ کړي ".

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وویل چې د ولسمشرکرزي له فرمان سره سم د هغودرنو وسلو او پوځي وسایطو د ترمیم لومړني کارونه پیل شوي چې له پخوا څخه په افغانستان کې موجود وو.

جنرال عظیمي دغه راز وویل چې په افغانستان کې به د نړیوالو ځواکونو ټول هغه مرکزونه او تاسیسات افغان حکومت ته وسپارل شي چې په پوځي او ملکي برخوکې د کارولو وړ وي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq5ay.t1au526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته