دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 71938
په بلوچستان کې پنجاب ته تلونکي ۱۳ مسافر وژل شوي
د بلوچستان په بولان سيمه کې نامامو وسلوالو له کوټې څخه پنجاب ته تلونکي ديارلس مسافر له بسونو را کښته کړي او وژلي يې دي. د وژل شويو کسانو مړي نن سهار له سيمې څخه تر لاسه شوي دي چې ټول د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي. د وژنې مسووليت يې تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.
له کوټې څخه د پاکستان پنجاب ايالت ته د مسافرو دوه بسونه روان وو چې بېګا د شپې ناوخته د مچ ضلعې په بولان سيمه کې وسلوالو و درول، څلرويشت تنه مسافر يې ځنې را کښته کړل، له هغوى څخه يې ديارلس تنه تر پېژندنې وروسته له ځانه سره ور څېرمه غرونو ته بوتلل، هلته يې په ډزو و وژل او پاته کسان يې را پرېښوول. د سيمې لېويز پوليس وايي د دغو ديارلسو تنو مړي يې سهار تر لاسه کړي او د مچ ښار روغتون ته يې را انتقال کړي دي چې وايي ټول د پنجاب ايالت د صادق اباد، راجنپور او نورو سيمو اوسېدونکي دي.

د مچ ضلعې مرستيال کمشنر کاشف نبي وايي دا پېښه د بولان په «ګشتري» نومي ځاى کې په داسې وخت کې شوې چې ملېشه ځواکونه يې په يوه بله پېښه کې- چې وسلوالو د پاکستان هوايي ځواک ته پر څلورو تېل وړونکيو ټانکرو بريد کړى وو- په جګړه بوخت وو او شاوخوا نيم ساعت يې تر منځ د ډزو تبادله شوې وه چې د ملېشه ځواکونو يو سرتېرى يې پکې وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي. کاشف نبي د مسافرو د وژنې په اړه وايي:
«قريباً يو ساعت زموږ ملېشه او لېويز سرتېري له وسلوالو سره په ځوابي ډزو بوخت وو چې له امله يې د وسلوالو يوې بلې ډلې له موقعې څخه په استفادې سره مسافر له بسه کښته کړل، له ځانه سره يې بوتلل او زموږ سرتېري پر وخت ور ونه رسېدل، په دغو پېښو کې ديارلس مسافر او يو ملېشه سرتېرى وژل شوى، نور څوک نه دي وژل شوي، تر کومه ځايه چې د دا ډول پېښو د مخنيوي خبره ده، موږ نور ملېشه او لېويز سرتېري را بللي چې د دغو مسافربسونو امنيت وساتي او بيا داسې پېښه ونه شي» د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر مالک بلوڅ او والي يا ګورنر محمدخان اڅکزي د دغو مسافرو د وژنې پېښه په کلکه غندلې ده. د پاکستان د دولتي ټلويزون د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم نوازشريف هم دا پېښه په کلکه غندلې او د وسلوالو په خلاف يې د پراخو پلټنو امر کړى دى. د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر اکبر حسين درانى د را خوشي شويو کسانو له خولې وايي چې د وسلوالو شمېر ډېر زيات وو او د امنيتي پوليسو درېشۍ يې اغوستې وې:
«هغوى وايي قريباً سل تنه وو چې د ملېشه سرتېرو او د لېويز پوليسو درېشۍ يې اغوستې وې، د بسونو چلوونکيو چې بسونه ورته درولي، هغوى فکر کړى چې د ملېشه وو د تالاشۍ پوسته دي او مسافر تالاشي کوي. لومړى يې سړک تړلى، بيا يې مسافر له ځانه سره بېولي دي، ديارس يې وژلي او هغه چې خوشي کړي يې دي په هغوى کې لېويز پوليس او د ډېره غازيخان سرايکي ويونکي هم شامل دي. دا د ايالتي حکومت لپاره د چېلنج يو پيغام دى، هيله من يو چې د سيمې امنيتي ادارې او ايالتي حکومت به د اعلى وزير په هدايت د وسلوالو په خلاف عمليات وکړي»
د دغو کسانو د وژنې مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم پر مسافربسونو باندې بريدونه شوي چې په اکثرو کې هزاره توکمه شيعه مسلمانان تر پېژندنې وروسته په ډزو وژل شوي دي، خو د پنجاب ايالت پر مسافرو باندې د بريدونو مسووليت اکثر د بلوڅو خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو منلى دى.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfc1de.w6dymaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته