دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 72815
په میدان وردګو ولایت کې د دوه پاکستانیانو په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول
 د میدان وردګو ولایت،مرکز میدان ښار په شاه کابل سیمه کې د ملي اردو ځواکونو د یو لړ ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه ناوخته یې ترسره کړل،څلور وسله وال طالبان چې دوه یې پاکستانیان او دوه یې د وسله والو طالبانو د ملاحکمت ډلې پورې اړوند دي وژل شوي .
همدا راز په دغه عملیاتو کې دوه عرادې موټرسایکلونه هم له مخالفینو څخه امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي . 
همدا راز د وسله والو طالبانو د قاري عبدالرازق ډلې اړوند یو تن فضل الرحمن چې مشهور په رحماني وو،د نا معلومو کسانو لخوا تر وژونې وروسته یې تېره ورځ جسد په سلطان خیلو سیمه کې موندل شوی دی .
د یو بل خبر له مخې تېره ورخ د ملي اردو د دویم کنډک مؤظفینو هغه شپږ فیره د مزایل مرمۍ چې د مرکز میدان ښار په شاه قدم سیمه کې د مخالفینو له لورې ځای پرځای شوې وې،مخکې له توغولو کشف او لمنځه یوړې .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaman0.49nu61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته