دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 73193
وردګو ولایت کې نړیوالو مرستندویه ادارو د لسو کلونو په موده کې پنځه سوه میلیونه امریکايي ډالر پانګه اچونه کړې
 .دغه خبره په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو سفارت د سیاسي چارو مسؤلې اغلې کارن دکر د میدان وردګو ولایت په مقام کې د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ جوړې شوې غونډې ته چې د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو سربیره،ولایتي شورا،قومي مشرانو،مدني ټولنو
استازو،ښځو،ځوانانو،ژورنالستانو او یوشمیر نورو برخه اخیستې وه.
جوړه شوې غونډه،چې د یادو مسؤلینو ترمنځ په میدان وردګو ولایت کې د امنیتی وضعیت د څېړنې،ټولټاکنو او د امریکا متحده ایالاتونو او افغانستان ترمنځ د اړېکو په موضوعاتو جوړه شوې وه،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: همدا اوس د کورنیو چارو
او فاع وزارتونو استازې له تېرو دوه ورځو په دغه ولایت کې د امنیتي وضعې د ښه کېدو په موخه جدي هلې ځلي پیل کړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه د د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره یې د خبرو په ترڅ کې له هغوی ډاډ ترلاسه کړی،چې د خپلو وینو په بدل کې که هم وي،راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به په داسې شکل زمینه برابروي،چې ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره شي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په وینا د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له قومي مشرانو سره یې هم د راتلوونکو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه په جلا،جلا وختونو کې غونډې ترسره کړي دي او هیله مند دی،چې دغه مشران به هم د خپلو ژمنو په پوره کولو سره د ټاکنو په ترسره کېدو له دوی سره مرسته وکړي .
هغه امریکا متحده ایالاتونه د افغانستان سره یو مرسته کوونکی هېواد یاد کړ او زیاته کړه دا مهال چې په افغانستان کې تاوتریخوالی شتون لري نو امریکا او متحدین هم ورسره نا ارامه شي او یو با امنه افغانستان نه یواځې ګاونډیو هېوادونو ته ګټه رسوي،بلکې نړیوالې ټولنې ته هم یو ښه زیری ثابت
کیدلای شي .
به افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو سفارت د سیاسي چارو مسؤلې اغلې کارن دکر وویل: افغانانو ته نړیواله ټولنه اوس مهال په درې برخو کې انتقال پروسه ترسره کوي،چې د امنیت،اقتصاد او سیاست انتقال دی او په دې موخه لیږدول کیږي ترڅو افغانان پخپله د چارو پر مخ وړلو سره مخ شي او له دغه لارې کولای شي،چې دغه هېواد اوږدمهاله امنیت هم پیدا کړي .
دې زیاته کړه اوس مهال د افغانستان امنيتي ځواکونه له اتیا فیصدو څخه زیات عملیات خپله ترسره کوي او په داسې حال کې چې د جګړې سخت موسم دی هم دي پر مخالفینو لاس بري دي .
د امریکا متحده ایالاتونو د سفارت دغه غړې راتلوونکې ټاکنې د افغانانو لپاره خوار مهمې وبللې او زیاته یې کړه که افغانان په دې بریالي شي،چې ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره ټاکنې په شفاف ډول ترسره کړي نو دوی په په رښتیا سره تېرې لس کلنې لاسته راوړنې نورې هم پیاوړي کړي وي .
د دې سربېره پر یو شمیر نورو موضوعاتو هم دواړو مسؤلینو خبرې اترې وکړې . د یادې غونډې په ترڅ کې یادو مسؤلینو د قومي مشرانو او رسنیو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژآنس(آوا)
https://avapress.com/vdcae6n0.49neo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته