دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 74354
.افغانستان په فوټبال کې د جنوبي اسیا اتل شو

افغانستان د نيپال پلازمېنه کتمندو کې هند ته په ۲:صفر ماتې د جنوبي اسيا فوټبال اتلولي وګټله.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان هم له هند ګټي او هم د جنوبي اسيا اتلولي کورته وړي.
د لوبې له پای سره سم افغان لوبغاړي د لوبغالي چاپېر په يون شول، او د خپل هېواد بيرغونه يې پر اوږو وو، دوی بيا د خپل بری په لمانځنه اتڼ وکړ.
د افغان لوبډلې ګول ساتونکي منصور فقيريار وويل "زه پر خپل ټول هېواد وياړم. زه خپلو ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وايم."
د لوپې څه د پاسه ۹۰ دقيقو اوږدو کې د هند لوبډلې هم پر افغان ګول هڅې وکړې، خو د لوبې تر پايه ونه توانېدل چې خپلې منډې په څه پايلو بدلې کړي.
دلوبې ۷۴ مه دقيقه کې د هند ۱۱ شمېرې لوبغاړي چې ډېر خطرناک و، او ښې هڅې يې وکړې د افغانستان د سزا سيمې بهر ځواکمن شوټ وواهه، خو د ډنډې له سر بهر تېر شو.
د افغان فوټبال لوبډلې لومړی ګوله په ۹ مه دقیقه کې ازادزوی او دوهم ګول سنجر احمدي دوهمه نيمه او د لوبې ۶۲ دقيقه کې وکړ. 
دلوبې ۶۰ مه دقيقه کې هند پر افغان ګول هڅه وکړه، خو ګول ساتونکي منصور فقير يار خپل ګول وساته، له دې مخکې که څه هم ګول ساتونکي منصور فقيريار يو بل توپ وژغوره خو د څنګ لوبڅاري د هند لوبغاړي ته د اف سايډ جنډه هم پورته کړه.
د لوبې ۷۰ مه دقيقه کې د افغان لوبډلې حشمت الله محمد جان د محمد معروف جمهور پر ځای د لوبې ډګر ته ورکوز شو.
افغان لوبغاړو ټوله کې په پوره تلوسه او تاندو هڅو لوبه وکړه، او داسې ښکارېده چې د لوبې ګټلو لپاره پياوړی هوډ لري.
د کرېکټ پرتله فوټبال په هند کې دومره وتلې لوبه نه ده خو بیا هم داسې ډېر خلک شته چې دغه لوبه خوښوي. 
دا دوهم ځل و چې افغانستان په کې د فوټبال يوه سيمه ييزه اتلولۍ کې پايلوبې ته رسېږي.
تېر ځل په ۲۰۱۱ کال افغانستان هم په هند کې له کوربه هېواد لوبډلې سره لوبه کوله، خو افغان ګول ساتونکي چې لوبه کې سور کارت واخيست افغانانو د صفر پر وړاندې په څلورو ګولونو وبايلله.
د لوبې لومړۍ نيمې وروستيو شېبو کې چې افغان لوبډله په کې د صفر په مقابل کې په يو ګول مخکې وه، په پوره ځواک له خپل ګول دفاع وکړه.
افغانانو څه د پاسه ۹۰ کاله مخکې په ۱۹۲۲ کال کې پر فوټبال لوبه پيل کړی، او په ۱۹۴۸ کال کې د فوټبال نړيوال فډراسيون ټولنې (FIFA) غړی شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayen0.49nym1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته