دافغانستان دپارلمان استازي ټينګار وکړ چې امریکا او انګلستان دشمال ختیځ په ناامنیو کښې لاس لري .
دافغانستان په ولسي جرګې کښې دبدخشان ولایت استازي عبدالطیف پدرام وویل طالبانو دامریکا او انګلستان په ملاتړ سره په بدخشان ولایت په تیره بیا په وردوج و لسوالۍ کښې وروستي جنګونه او تاوتریخوالي ترسره کړل .
یوه(۱) اونۍ مخکې دافغانستان دبدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کښې دطالبانو په حمله کښې اتلس(۱۸) پولیس وژل شوي وو .
دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ددغه پیښې دتحقیق لپاره ځانګړی کمیسیون ټاکلی دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)