دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۴۱
د مطلب کود : 76073
پاکستاني طالبانو د خپل مخالف وسله وال قوماندان ملا نبي حنفي پر کور برید کړی
پاکستاني طالبانو د خپل مخالف وسله وال قوماندان ملا نبي حنفي پر کور د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې برید کړی دی. په دې حمله کې لږ تر لږه پنځلس وسله وال وژل شوې دي.
امنیتي سرچینې وایي، حنفي د هغو لسو وسله والو په ډله کې دی چې؛ ټپیان شوي او دغه کسان روغتون ته انتقال شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا د پاکستان د طالبانو د تحریک یوه ځان وژونکي د حنفي د استوګنې پر مرکز د موټر بم چاودنه وکړه بیا ورپسې وسله والو پر دغه مرکز ډزې وکړي.
دوه نورو ځان وژونکو هم برید وکړ، خو تر چاودنې مخکې وویشتل شول.
حنفي پخوا د طالبانو قوماندان و، خو په دوه زره نهم کال کې له طالبانو بیل شو او د طالبانو پر ضد یې یوه وسله واله ډله جوړه کړه.
د حنفي مرکز د شمالي وزیرستان او هنګو پر پوله د سپین ټل په سیمه کې د برید پر مهال ویجاړ شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaewn0.49ni01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته