دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 76784
افغانان به لوی اختر په سوله او امن کې ولمانځي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش په یو پیغام کې هیله څرګنده کړې ده چې؛ افغانان به لوی اختر په سوله او امن کې ولمانځي.
نن د عرفې ورځ ده او سر له سبا به د ګڼو نورو اسلامي هیوادونو سره یوځای په افغانستان کې هم خلک د لوی اختر لمانځل پیل کړي.
د یوناما د مطبوعاتي دفتر له خوا د یان کوبیش په خپاره شوې پیغام کې ویل شوي، افغانستان د سولې مستحق دی او دا هیله لري چې، افغانان به لوی اختر د صمیمت، ورولۍ په فضا کې له تاوتریخوالي او وینې تویدنې پرته ولمانځي.
د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې امنیتي چارواکي وايي چې؛ د اختر د ورځو لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولې څو د خوښیو په دې ورځو کې د ناوړه پېښو مخه ونیسي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjxaea.uqemoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته