دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 77215
د ۴ ولایتونو نوي امنیه قومندانان او په کورنیو چارو وزارت کې مقررۍ

تاند- د کورنیو چارو وزارت په سپارښتنه او د ولسمشر په تایید د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر چارواکو ترڅنګ د خوست، کندوز، بلخ او بدخشان ولایتونو لپاره نوي امنیه قومندانان معرفي شول.
همداراز د بامیان د سیمه ییزو اورګانونو په وړاندیز او د ولسمشر په تایید د بامیان نوی والي د دغه ولایت مامورینو ته وروپېژندل شو.
غلام علي وحدت وروسته له دې د بامیان والي وټاکل شو چې د دغه ولایت پخوانۍ والۍ حبیبه سرابي د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د زلمي رسول د مرستیالې په توګه کاندیده او د ولایت له مقامه مستعفي شوه.
سمونوال فیض الله د خوست او او پاسوال عبدالرحمن رخیمي د بلخ امنیه قومندان ټاکل شوي دي.
سمونوال فیض الله د کابل په هوايي ډګر کې د سرحدي پولیسو د قومندانۍ د اداري رييس په توګه دنده ترسره کوله او عبدالرحمن رحیمي، چې د بلخ امنیه قومندان مقرر شوی، د جنايي تحقیقاتو عمومي رييس و.
همداراز د خوست امنیه قومندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د کابل د امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال ګومارل شوی دی.
لوی پاسوال فضل الدین عیار د بدخشان امنیه قومندان او غلام مصطفي د کندوز امنیه قومندان مقرر شوي دي.
د کندوز او بدخشان مخکیني امنیه قومندانانو ته دندې نه دي ورکړای شوي.
دغه راز په کورنیو چارو وزارت کې پاسوال احمد فیصل بېګزاد د اداري معینیت د قوتونو د ادارې د تنظم عمومي رييس، مل پاسوال محمد حکیم نجرابي د تفتیش د عمومي رييس او پاسوال سید عبدالغفار د جنايي تحقیقاتو د عمومي رييس په توګه ټاکل شوي دي.
ویل شوي چې د لوګر امنیه قومندان او د امنیت امر د دغه ولایت د والي ارسلاجمال د امنیت په ساتلو کې د پاتې راتلو له کبله له دندو ګوښه شوي دي خو د ولسمشر له دفتره په خپاره شوي حکم کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcji8ea.uqeavz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته