دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 77740
د مصر د اخوان المسلمین د ډلې یو لوړ رتبه غړی نیول شوی دی

راپورونه وايي چې؛ د مصر د اخوان المسلمین د ډلې یو لوړ رتبه غړی نیول شوی دی.
لویدیځو او مصري رسنیو د مصر د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې عصام العریان په مصر الجدیده سیمه کې چیرته چې نوموړی پټ و،نن سهار نیول شوی دی.
په مصرکې د پخواني ولسمشر محمد مرسي له لرې کیدو وروسته د اخوان المسلیمین د ډلې سلګونه غړي نیول شوي دي.
د مصر د پوځ لخوا د تیرې جولايي میاشت په دریمه نیټه له واک څخه د محمد مرسي له لرې کیدو راهیسې ددې هیواد په شخړو او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه زر کسان وژل شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccxmqm.2bqm08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته