دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 77813
په ميدان وردګو ولایت کې د خدمتونو د عرضه کوونکو په نوم دوه ورځنی نندارتون پای ته ورسیدو

دغه نندراتون چې د کلیو پراختیا ریاست – په کلیدي سیمو کې د ثبات د ټینګښت (SIKA) د برنامې له لورې جوړ شوی وو،په میدان وردګو ولایت بېلابېلو ودانیز، کرنیز، روغتیايي شرکتونو او انجوګانو، دولتي او غیر دولتي موسسو خپل خدمات نندارې ته وړاندې کړل .
په جوړ شوي نندارتون کې د میدان وردګو ولایت د والي سربیره،د دغه ولایت د ادارو مسؤلینو،کارکوونکو، د بېلابېلو ولایتونو سوداګرو، یو شمیر مرسته کوونکو مؤسسو استازو، محلي او پرمختیایي شوراګانو غړو، ښځو ،معلولینو، ځوانانو او یو شمیر نورو په کې برخه اخیستې وه .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دې نندارتون د جوړېدو په اړه وویل د دا ډول نندارتونو په جوړېدو سره به د دې ولایت ټولو لاسي صنایعو، میوو، روغتیايي توکو، کرنیزو محصولاتو او فرهنګي توکو لپاره به ښه بازار موندنه پیدا شي .
ده زیاته کړه همدا راز په دا ډول نندارتونو جوړېدو سره به د دغه ولایت اولسونه له خپل صادراتو او محصولاتو څخه په ښه ډول معلومات ترلاسه کړي .
همدا راز په غونډه کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس ښاغلي انجنیر جان محمد حکمتجو وویل: د دې نندارتون یوازینۍ موخه په میدان وردګو ولایت کې د هغه شرکتونو چې فعالیت کوي،له یو بل سره د کړنو او تولیداتو شریکول دي او هم د میدان وردګو ولایت ولسونو ته د خپلو تولیداتو او محصولاتو په اړه پوهاوی ورکول دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdsj05.yt05f6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته