دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 78378
د ناامنو سیمو اوسیدونکو انتخاباتي کارتونه نه دي اخیستي

دافغانستان د ازادو اوعادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اندیښنه څرګندوي چې؛ د ځنیو امنیتې ستونزو له وجې په اکثرو ولسوالیو خلکو د رایې ورکولو کارټونه نه دي اخیستي.
د دې بنسټ یو شمېر غړيو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسون باید له امنیتي ارګانونو سره په ګډې هماهنګۍ خلکو ته دا زمینه برابره کړې چې؛ د رايي ورکولو کارټونه ترلاسه کړي.
په داسې حال کې چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ د دوشنبې په ورځ به د رایې ورکووونکو د نوم لیکنې ګرځنده ټیمونه او په ولسوالیو کې مرکزونه وتړل شي، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا اندیښنه څرګندوي چې؛ تر اوسه اکثرو خلکو په لرو پرتو سیمو کې د رایې ورکولو کارټونه نه دي اخیستي.
د دې بنسټ مسولین وايي چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسون باید له امنیتي ارګانونو سره په ګډه خلکو ته دا زمینه برابره کړي چې؛ خلک او په ځانګړي ډول ښځې وتوانیږي چې د رايې ورکولو کارټونه واخلي.
د دغه بنسټ یو تن غړی شامحمود مل په دې اړه وايي:
"یو شمېر سیمې په ځانګړي ډول په هغه ځایونو کې چې امنیتي ستونزې موجودي وې ویل کیږي چې؛ خلکو کارټونه نه دي اخیستي، دغه مساله زموږ د اندیښني وړه ده او موږ مخکې کې هم په دې اړه ټینګار کړی و، دا د انتخاباتو دخپلواک کمیسون دنده ده چې له امنیتي اورګانونو سره په ګډې هماهنګۍ خلکو ته دا زمینه برابره کړي چې کارټونه ترلاسه کړي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي."
نوموړي وویل چې؛ ترډيره د رایې ورکووونکو د نوم لیکنې ګرځنده ټیمونه په لرو پرتو ولسوالیو کې شتون نه لري.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکې وايي چې؛ د افغاستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې تر اوسه پورې دوه میلیون او اوه لکه کسانو د رایې ورکونې کارتونه اخیستي دي.
په عین حال کې دوي ټينګار کوي چې؛ د نوم لیکني پروسه دوام لري او په هر ولایت کې به د نوم لیکنې یو دایمي مرکز خپل کار ته دوام ورکړي.
خو په همدې حال کې د دې کمیسون ویاند نور محمد نور د جمعي په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ تر اوسه په شپږو ولسوالیو کې د دوي ټیمونه د امنیتي ستونزو له وجي ندي توانیدلي چې د رایې ورکولو کارټونه وویشي.
نوموړي وویل، ترهغې چې امنیتي ارګانونه ورته ډاډ ورنه کړي نو دوي به ونه توانیږي چې خپل ټیمونه دغو ولسوالیو ته ولیږي:
"په کومو ولسوالیو کې چې موږ نه یو توانیدلي دا پروسه پلې کړو، کله چې امنیتي ادارې موږ ته ډاډ راکړي او ووايي چې؛ زموږ د کار کوونکو ژوند په خاطر کې نه دی، نو موږ به هغو سیمو ته خپل ټیمونه ولیږو."
پخوا تردې د کورنیو چارو وزارت ويلي وو چې یوازې څلور داسې ولسوالۍ دي چې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي او هڅه کوي چې د نوم لیکنې بهیر په کې پيل شي.
دا هغه څه دي چې د کورنیو چارو د وزارت پلان یې بیانوي، خو د هغو ولسوالیو شمیر زیات ښکاري چې د ناامنیو له امله پکې خلک انتخاباتو ته نوم لیکنه نه کوي.
ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکې کال د حمل په شپاړسمه نیټه وشي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaaen0.49na01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته