دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 79228
دخوست ولايت رهبري له ديني علماوو وغوښتل چې دامنيتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي

دخوست ولايت د ملکي، امنيتي،عدلي اوقضايي ارګانونو مشرتابه دخوست ولايت دامنيتي وضعيت دتحليل او ارزونې دکنفرانس پرمهال دخوست ولايت له ټولو ديني علماو وغوښتل چې دامنيت په تامين کې دخپلو پياوړو ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي او دهغه منفي تبليغاتو مخه ونيسي چې دسولې اوثبات ددښمنانو له لوري دافغان ځواکونو پرضد ترسره کيږي.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، خوست والي عبدالجبارنعيمي جوړ شوي کنفرانس ته وويل، دهېواد په دې مهمو او تاريخي شرايطو کې ټول ديني علماء دروند اسلامي اوملي مسووليت لري چې دجوماتونو اوديني مرکزونو دمنبر له لارې ولسونه دامنيت په تامين کې بشپړې همکارۍ ته وهڅوي او هم دهغه کړنوپه ټينګه غندنه وکړي چې داسلام، ولس ،سولې اوثبات ددښمنانو له لوري دټولو اسلامي اوبشري اصولو خلاف ترسره کيږي.
خوست والي وويل، هرهغه څوک چې دافغان امنيتي ځواکونو پرضد منفي تبليغ کوي، په واقعيت کې دافغان ملت او دې خاورې سره په څرګنده دښمني کوي، دجوماتونو په ملاامامانو يې غږ وکړ چې په دې تړاو خپل غږ اوچت کړي.
نعيمي داطلاعاتو فرهنګ ،حج او اوقافو رياستونو ته لارښوونه وکړه چې دهرډول منفي تبليغاتودمخنيوي په خاطر دنظام دتګ لارو مطابق دعامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي.
دخوست ولايت دګډې همغږۍ دنظامي مرکز قوماندان بريد جنرال غازي ميرځدراڼ وويل چې ځينې ملاامامان دهغه اتلو شهيدانو جنازې نه کوي چې ددې خاورې ،ولس او ارزښتونو څخه ددفاع په لارکې دوينو اوسرقرباني ورکوي.
نوموړي وويل، هغه څوک چې داتلو شهيدانو دجنازې په مراسمو کې ګډون نه کوي يا دپرديو غلامان دي اويا دجهالت او وحشت په تورو تياروکې ژوند کوي چې خداى پاک ج به دغه ډول کسان په دنيا او اخرت کې شرمنده کړي.
دکنفرانس نورو برخوالو بيا دخپلو خبرو پرمهال له مرکزي حکومت وغوښتل چې په خوست کې دامنيتي ،کشفي ،نظامي اوسرحدي ځواکونو اکمال ،تجهيز او روزنې ته ځانګړې توجه وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfc0de.w6d10az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته