دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۳۴
د مطلب کود : 80005
د فاریاب ناامنیو ۶۰۰ کورنۍ کډې ته اړ کړې
د افغانستان په شمالی ولایت فاریاب کې له وروستیو نا امنیو وروسته د دغه ولایت مخورو او سپین روبو له امنیتي چارواکو غوښتي که د دوی امنیت نه شي خوندي کولای نو له دغه ولایته دې پښې سپکې کړي. دوه ورځې وړاندې د سړک جوړولو یو انجنیر او پرون د بهرنیو ادارو شپږ تنه کارکونکي ووژل شول او د دغه ولایت له المار ولسوالۍ شپږ سوه کورنۍ کډه کولو ته اړ وتي دی. کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي، د فاریاب ولایت په ډېرو سیمو کې وروستیو نا امنیو خلک اندېښمن کړي، او وایي چې دغلته د دوی سر او مال نور خوندي نه دي. تېره ورځ د \'\'کلېکاږل اکټيډ\'\' په نامه د یوې فرانسوۍ ادارې شپږ تنه کارکوونکي د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول. د دغه ولایت خلک وایي چې د قیصار، خواجه کونتي شاخ او المارو په ولسوالیو کې نا امنۍ ډیرې شوې او د المارو د ولسوال محمد سالم منشي په وینا ۶۰۰ کورنۍ له همدې امله له ولسوالۍ وتلي او نورو سیمو ته یې پناه وړې: \'\'دغه کورنۍ د میمنې ښار ځینو سیمو او نور یې نورو سیمو ته کډه شوې دي\'\'. د دغه ولایت ګڼ شمیر خلک په تیره بیا د ولایتي شورا ځیني غړی بیا ولایتي چارواکي تورنوي چې د دوی په خبره د طالبانو او نورو دولت ضد وسله والو ډلو سره ښکیل دي. دغه کسان نېغ په نېغه د ولایت د پولیسو مشر یادوي چې ګواکې له طالبانو سره تړاونه لري. خو د پولیسو مشر نبي جان ملاخیل بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د ولایتي شورا ځینې غړي پخپله نیغ په نیغه په نا امنیو کې لاس لري. خو د فاریاب یو شمیر اوسیدونکي بیا پر حکومت غږ کوي چې رغلته د امنیت د ښو ټینګولو لپاره باید اوسنی چارواکی بدل او پر ځای یې نور کسان وګوماري. داسې نظرونه هم شته چې په فاریاب کې د وروستیو نا امنیو ستر لامل دا دی چې د دغه ولایت له پولو بهر ځیني کړۍ لاس لري ، یو شمیر خلک دا هم وایي چې تر ډیره د دغو نا امنیو نقشې د ګاونډي ولایت بادغیس د بالامرغاب په ولسوالۍ کې جوړیږي او وروسته بیا د فاریاب ولایت په بیلابیلو ولایتونو کې عملي کیږي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcamwna.49nww1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته