دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 83912
بدخشان: د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۴ وسله وال وژل شوي
د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د دې ولایت د امنيې قومندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر اغا ازادۍ راډيو ته وویل چې نښته تیره ورځ ناوخته په یم ګان ولسوالۍ کې شوې ده.
نوموړي وویل چې په دې نښتو کې یو افغان سرتیری هم وژل شوی دی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauona.49ne61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته