دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 84591
د سولې عالي شورا د سولې لپاره د ښځو یو سراسري کمپاین پیل کړ
د سولې عالي شورا سولې ته د ښځو سراسري کمپاین په داسې حال کې پیلوي چې؛ په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره هڅې له ستونزو سره مخ شوي دي.
د دغه کمپاین مسولین وايي، دوی هڅه کوي چې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفر وکړي او له لکونو ښځو نه به د سولې د راوستو او جنګ د بندیدو په اړه لاسلیکونه راواخلي.
د سولې د عالي شورا د ښځو د کمېټې یوې غړې او سناټوره سارا سرخابي د یوې غونډې پرمهال وویل چې؛ دا لاسلیکونه به بیا د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې شي:
"موږ دا کمپاین په دې په لاره اچولی چې باید لکونه ښځې په دې کې لاسلیک وکړي؛ موږ دا لاسلیکونه راټولوو او بیا نړیوالې ټولنې ته یې وړاندې کوو؛ تر څو دوی د دغه جنګ په پای ته رسېدو کې مرسته او د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي."
نوموړي وويل، چې دغه کمپاین د "جنګ بس دی، موږ سوله غواړو" تر عنوان لاندې پیل شوی چې، د دلوې تر اخره پورې به دوام وکړي.
دا کمپاین په داسې حال کې پيلیږي چې طالبانو ته د مذاکراتو لپاره د دفتر د بېرته پرانستلو هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم د سولې د همکاریو په برخه کې کوم خاص پرمختګ نه معلومیږي.

په عین حال کې یو شمېر هغه ښځې چې په دې لیست کې يې لاسلیکونه کړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې؛ د سولې لپاره هڅې وکړي.

دوو تنو ښځو په دې اړه وویل: "جنګ بس دی، پرته له سولې هېڅ نه غواړو؛ ما په دې لست کې امضاء وکړه او زه غواړم له دې لارې خپل پیغام نړیوالو ته وړاندې کړم چې موږ نور له جنګ نه ستړې شوي یو."
خو د سیاسي چارو ځینې کتوونکي دارنګه کمپاینونه د سولې راوستلو لپاره ګټور نه بولي.
دوی وايي چې، د سولې راوستلو ته باید عملي اقدامات وشي.
د ساسي چارو کارپوه ودیر ساپی وايي چې؛ دا ډول کمپاینونه به کوم ځای ونه نیسي.
نوموړي وویل، تر هغې چې پاکستان د سولې د راوستو په برخه کې عملي هڅه ونه کړي؛ په دې برخه کې به پرمختګ ناممکن وي.
په دې ورستیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې؛ سوله د پاکستان او امریکا په لاس کې ده.
نوموړی وايي، له امریکا سره به په دې شرط امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي چې؛ په افغانستان کې د سولې پروسه عملاً پيل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezn8v.jh8eoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته