دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 85825
یان کوبش: افغان امنیتي ځواکونه باید د راتلونکو انتخاباتو امنیت ټینک کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي یان کوبش پر افغان امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.
یان کوبش نن په کابل کې د شکایتونو داورېدوکمېسیون د ۱۰۲ ولایتي غړیو د لوړې په مراسمو کې وویل:
"زه غواړم چې له دې موقع نه په استفادې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو؛ د کورنیو چارو وزارت، ملي اردو او ملي امنیت ته پیغام ور کړم چې؛ باید د رایې ورکولو د مرکزونو، کاندیدانو او ستاسو ټولو امنیت وساتي تر څو خپل کارونه پرمخ یوسئ."
هغه زیاته کړه چې، امنیت په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون لپاره مهم او له ښځینه کمشنرانو څخه یې وغوښتل چې؛ د ښځو لا ډیر ګډون ته کار وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوا ویلي چې؛ دراتلونکو انتخاباتو لپاره د امنیت د خوندي کولو لپاره یې په ټول هېواد کې عملیات پیل کړي چې؛ ښې لاس ته راړونې هم لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcftcdc.w6dt0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته