دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 90961
په تخار ولایت کې د طالبانو تش په نامه د(۲) تنو ولسوالانو او (۶) تنو قوماندانانو نیونه او د (۴) تنو نورو قوماندانانو وژنه!
 نن د غوایی(ثور) میاشتی (۱۵) مه نیټه چې د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا د ملی پولیسو په همغږی کې د تخار ولایت د چاه آب ولسوالی په خلیانو کلی کې یو لړ چانیز عملیات تر سره شول، چې په پایله کې یې د طالبانو(۲) تنه تش په نامه ولسوالان هر یو: - مولوی عبدالحلیم مشهور په «خادم» د تخار ولایت د درقد ولسوالی تش په نامه ولسوال. - قاری اسلام الدین د ینګی قلعه ولسوالی تش په نامه ولسوال. له (۶) تنو نورو قوماندنانو یې هر یو: - ابراهیم مشهور په( حمزه) د مولوی عبدالحلیم یو تن چریکی قوماندان. - امین الله د نظر زوی او د مولوی عبدالحلیم د ډلي یو تن قوماندان. - مولی عبدالحق مشهور په(عبدالحی) د مولوی عبدالحلیم د ډلي یو تن قوماندان - عبدالفتاح مشهور په(فاتح) د ملاشریف د ډلی یو تن قوماندان. - محمد یار د قاری اسلام الدین د ډلی یو تن قوماندان. - امرالله د دولت خان زوی او په خواجه بهاوالدین ولسوالی کې د طالبانو د ډلی یو تن قوماندان، نیول شوی او د وسلوال برید په ترڅ کې (۴) تنه قوماندانان هریو: - شمس الدین مشهور په «همایون» د طالبانو تش په نامه د دشت قلعه ولسوالی امنیي قوماندان. - ملا شریف مشهور په(رفیع الله) د طالبان تش په نامه د درقد ولسوالی امنیی قوماندان. - عبیداالله د مولوی عبدالحلیم یو تن چریکی قوماندان. - نظام الدین د ضمیر زوی او د ملا رحمت الله د ډلی یو تن قوماندان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې (۳) ورځی د مخه د یادو قوماندانانو لخوا (۳) تنه سیمیز پولیس هم په شهادت رسیدلی ول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsoqo.2bqxe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته