دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 91539
عامې روغتيا وزارت، په بدخشان کې د ځمکې ښويدنې له امله روغتيايي ستونزو ته رسیده ګي وکړه
 عامې روغتيا وزارت د بدخشان ولایت د آب باریک په سیمه کې دغره ښویدنې له امله د رامنځته شویو روغتيايي ستونزو ته د روغتيايي ټیمونو په لیږلو رسیده ګي وکړه.
عامې روغتيا وزارت د ځمکې ښويدنې د پيښې له خبریدو سره جخت چې د روان کال د غوئي په ۱۲ مه نيټه د بدخشان د ارګو ولسوالي باریک آب په سیمه کې رامنځته شو، ۵ روغتيايي ټیمونه یې په هماغه ورځ او ۶ روغتيايي ټیمونه يې په دويمه ورځ د پيښې سیمې ته ولیږل او په بیلابیلو روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو سره، د ټپي شویو او نورو مشیتو وکړو روغتيايي وضعیت يې تر کنترول لاندې ونیوه.
لیږل شویو ټیمونو په تیرو ورځو کې د پام وړ روغتيایی فعالیتونه، په شمول د واکسیناسیون خدمتونو، د ناروغانو درملنه، د روغتيايي تعلیماتو وړاندې کول، د قابلګي خدمتونو وړاندې کول، د خوارځواکي له نظره د ماشومانو درملنه او ارزونه، د رواني- ټولنیز سلاورکوني خدمتونو وړاندې کول، د امبلانسونه په مټ د بيړنیو ناروغانو لیږدونه او ورته نور روغتيايي او وقایوي خدمتونو يې یادې سیمې اوسیدونکو ته وړاندې کړي دي او په سیمه کې د احتمالي پيښو د رامنځته کيدو له امله د ناروغيو د خپریدو څخه مخنيوی کړی دی. همدا اوس هم دلیږل شویو ټیمونو فعالیتونه، په آب باریک سیمه کې متمرکز دی او د يوه روغتيايي جامع مرکز په کچه خدمتونه چمتو کوي.
عامې روغتيا وزارت د میندو او ماشومانو د روغتيا د خوندي کولو لپاره، د واکسیناسیون ثابت مرکز يې په یاده سیمه کې د ماشومانو او ښځو لپاره د واکسین د تطبیق په موخه جوړکړی او په آب باریک او ۸ نورو ګاونډیو کلیو کې د واکسین یو تشدیدی کمپاین یې چې د یوه کال لاندې ماشومانو ته نهو واکسینونو او د ۱۵ څخه تر ۴۵ کالو ښځو ته د تی تی واکسین په شمول، پلي کړي دي او همداراز په راتلونکو ورځو کې به له شپږو میاشتو څخه تر ۱۴ کلنيو ماشومانو لپاره د سرخکانو واکسین يو کمپاین به په یاده سیمه کې هم په لاره واچول شی.
همداشان د ماشومانو د خوارځواکي په برخه کې تر دې دمه ۵۶۴ ماشومانو ته چې عمرونه یې له شپږو مياشتو څخه تر پنځه کالو ترمنځ وه، د خوارځواکي له نظره وه ارزول شول چې له هغې جملې څخه ۱۵ ماشومان په سختو خوارځواکي او ۳۸ ماشومان په منځنې خوارځواکي په لرو سره وموندل شول او همداشان د میندو او ښځو د تغذي وضعیت د ښوالي لپاره بیړنې اقدمات ترسره شوي دي.
د چاپیریال روغتيا په برخه کې، د حفظ الصحې تعلیماتو او نظافت عامه پوهاوی بيځایه شويو کسانوته د خیمې په خيمې په تلو سره ترسره شول او د څکلو اوبو د سرچينو د ارزونې او تست کولو سربیره، د اوبو یادې سرچينې په دوامداره او منظمه توګه کلورونیشن کيږي.
ددغې پيښې له امله د رامنځته شویو روانې فشارونو د کمولو په موخه، د ښځو او نارینه وو لپاره د رواني سلا ورکونې څوارلس ګروپونه تشکیل شوي دي چې په بیلابیلو ناستو په لړل کې خلکوته د رواني فشار د کمولو په موخه رواني تعلیماتو سلا- مشورې ورکړي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceon8o.jh8zxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته