دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 91713
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لغمان ، کندز ، کندهار ، زابل، لوګر ، خوست ، هرات ،فراه او نیمرو ز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۶ تنه ټپیان او۷ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات ، ۳ عرادې موټر او ۷ عرادې موټر سایکلونه د ملي امنیتی ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار ، لغمان ، خوست ، غزنی او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس ( آوا)
https://avapress.com/vdcipya3.t1azz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته