دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 94443
د هند په چنای او ممبيي ښارونو کې د دو ودانيو د پرېوتو له امله لږترلږه ۱۶ کسه وژل شوي او لسګونه نور تر کنډو کپرو لاندې ايسار پاتې دي.  په چنای کې
د هند په چنای او ممبيي ښارونو کې د دو ودانيو د پرېوتو له امله لږترلږه ۱۶ کسه وژل شوي او لسګونه نور تر کنډو کپرو لاندې ايسار پاتې دي.
په چنای کې د يوې ۱۱ پوړيزې ودانۍ د پرېوتو له امله لږترلږه پنځه کسه او په پلازمېنه ډيلي کې د بلې چپه شوې ودانۍ له امله ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پوليس وايي د چنای په پرېوتې ودانۍ کې يو شمېر کارګر ايسار پاتې دي او د ژغورنې ډلې هڅه کوي هغوی راوباسي.
په چنای کې د پرېوتې ودانۍ ډېری کارګر د اندهر پرديش او لويديځ بنګال ايالتونو دي.
دغه پېښه چې د شنبې په ماښام شوې ۳۰۰ پوليس او د اور وژنې عملې ټوله شپه هڅه کوله چې ايسارو کسانو ته د مرستې لاس ورکړي.
دا لا نه ده جوته شوې، چې په ودانيو کې ايسار کسان ژوندي دي او که مړه شوي، خو د ژغورنې ډلې هڅه کوي معلومه کړي چې دوی په کوم وضعيت کې دي.
تر دې وړاندې د هند په پلازمېنه ډيلي کې څلور پوړيزه ودانۍ ولوېده چې له امله يې لږترلږه ۱۱ کسان ووژل شول.
ويل کېږي چې د ډيلي په اندرلوک سيمه کې پرېوتې ودانۍ د کابو ۵۰ کلونو وه او په ډېر بد وضعيت کې وه.
د ډيلي د پوليسو مرستيال مدهر ورما حکومتي تلويزيوني چينل دور درشن ته ويلي چې په دغې ودانۍ کې يو شمېر کورنۍ اوسېدلې.
د هند خبري اژانس وايي په وژل شويو کې درې ښځې او پنځه ماشومان شامل دي.
ويل کېږي هندي ودانۍ په معيار ډېرې برابرې نه دي، نو ځکه پرېوځي او لامل يې په ودانيو کې کارول شوي توکي او کمزوری بنسټ بلل کېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbfab9.rhbaap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته